ایکنانیوز، د دویچه ویلې په حواله راپور راکوي،، د قرآن کریم د سپکاوي د عاملانو لومړنۍ محاکمه د جمعې په ورځ د ډنمارک د بورنهولم ټاپو په لوی ښار رونه کې ترسره شوه.
له شپږ ساعته محاکمې وروسته، قاضي ووئيل چې د فیصلې صادرول به د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شي. د استرام کورس ګوند د بنسټګر، راسموس پالودانا د دغه ګوند غړي ډینس کورل ایورسن پر وړاندې حکم به د مئ په ۱۶ صادر شي.
دا قضیه یوه بې ساري قضیه ده، ځکه چې تر دې مخکې ورته کومه قضايي قضیه نه وه موجوده.د ایالتي څارنوالۍ څارنوال مدس برګرن لارسن، ، وايي چې د قرآن قانون یو نسبتاً نوی قانون دی او تر اوسه هیڅوک په دې وجه نه دی محکوم شوی، او دا لومړی ځل دی چې دا قانون کارول کیږي.
له لومړنۍ محاکمې وروسته، تورن راسموس پالودان وویل: زه غوره ګڼم چې سم کار وشي. دا نه چې زه هیله لرم چې پایله به هغه ډول وي لکه څنګه چې باید وي، خو غوره ده چې په چټکۍ سره ترې تېر نه شو، نو زه په دې اړه کومه ستونزه نه لرم.
قرآن د قانون په نوم یادیږي چې په ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په میاشت کې تصویب شو.دا قانون د سپیڅلو کتابونو او مذهبي سمبولونو د سپکاوي د سزا لپاره په نظر کې نیول شوی دی. له همدې امله، دا قانون نه یوازې قرآن، بلکې ټول سپیڅلي کتابونه او مذهبي سمبولونه په بر کې نیسي. دا قانون «له هغه کتاب سره ناسم چلند منع کوي چې د یوې پیژندل شوې مذهبي ټولنې لپاره د پام وړ مذهبي اهمیت لري».
د څارنوال په وینا، د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۵ دواړو تورنو د قرآن کریم په انګریزي ژباړې سره په «ناسم» ډول چلند کړی دی. څارنوال مدس برګرن لارسن هڅه کوي چې دوي مجرم وپیژندل شي او هر یو ئې په ۱۰ زره کرونو جریمې محکوم شي.
https://iqna.ir/fa/news/4281781